امنیت

په فارياب ١٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر  دلړم يوولسمه :
  دفارياب ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې ١٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خپرونې په خپرولو سره  ويلي دي چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې  دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش  او شيرين تګاب  په ولسواليو کې دملي اردو دځواکونو  په هوايي بريدونو  او دظفر  ١٩ دګډو عملياتو په بهير کې  ١٨ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او څلور پوستې  يې په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې، دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ دده ويران په کلي کې ددوو تنو غير مسوولو  وسله والو قوماندانانو دافرادو ترمنځ وسله والې نښتې وشوې چې په بهير کې يې دکلي خلک يرغمل کړي شول او په دغه کلي کې دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې شل تنه غير مسوول کسان له دولسو ميلو ډول ډول وسلو سره يې ونيول .
دغه راز دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ دارباب غني او تپه يي  خالق  په کليو کې د نويد – ١٩ دعملياتو په بهير کې  دوه ماينونه د ٢٠٢  شاهين قول اردو دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته