ټولنه

په دوو ترافيکي پيښو کې نهه تنه ووژل شول .

کابل باختر د تلي دريمه :
  په بلخ ولايت کې ددوو جلا جلا ترافيکي پيښو له امله نهه تنه ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول .
دبلخ ولايت دترافيکو مدير  باختراژانس ته خبرورکړ. په لومړۍ پيښه کې چې په شولګري  ولسوالۍ کې ددوو ليږ دونکو وسايطو دټکر له امله رامنځته شوه شپږ تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دغه راز په دويمه پيښه کې درې تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته