کابل / دکب ٢٧مه /باختر :
پنځلس وسله وال طالبان تېره شپه په غور کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالمعروف رامش باختراژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د شهرک ولسوالۍ د سلاح خانې په سيمه کې د پوځيانو پر يوې پوستې بريد وکړ چې د پوځيانو د مقاومت په پايله کې١٥ وسله وال طالبان ووژل شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ په جګړه کې دوه تنه پوځيان هم شهيدان شوي دي او يوبل پوځي ټپي شوى دى.
ختم_ ج _اکرم