امنیت

دوه تنه انسان تښتوونکي په هرات کې په شل شل کاله بندمحکوم شول

 کابل باختر د غبرګولي د مياشتې  ٢١:
دوه تنه انسان تښتوونکي د هرات د ښاري محکمې له  خوا په شلو شلوکلونو بند محکوم شول.
دغه کسان د کورني او بهرني امنيت پرخلاف د جرمونو د ديوان په قضايي علني غونډه کې چې د قضاوتمل غلام رسول منصور په مشرۍ جوړه شوې وه؛ په مجازاتو محکوم شول. دغه دوه تنه د يوې انسان تښتوونکې ډلې غړي دي چې د هرات ښار سوداګر محمدخان ناصري يې د پل هاشمي له تګلوري څخه د ده د سپرلۍ د موټر له چلوونکي سره تښتولى او هغه يې د انجيل ولسوالۍ د سحر خيز کلي ته ليږدولى و.
دغه کسان څه موده مخکې د پوليسو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د خلکو په همکارۍ له پيژندنې وروسته ونيول شول.
په دې غونډه کې د تورنوکسانو يو جرمي شريک په اتلس کاله بند محکوم شو.
دغه راز  په دې غونډه کې په جرمي پيښوکې د لاس لرلو په تور يو شمېر نور تورن کسان هم د بند په سزا محکوم شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته