امنیت

په تخارکې د ولسي تړون د ملي پروګرام د اداري ودانۍ پرانستل شوه

تالقان/ باختر د زمري پنځه ويشتمه :
د تخار د ولسي تړون د ملي پروګرام نوې اداري ودانۍ نن پرانستل شوه .
د تخار ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير صبغت الله نظري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ د نړيوال بانک په مرسته او د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت په همکارۍ د يوولسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده چې پنځلس اداري خونې، د غونډو سالون او آرشيف  لري.
د يادونې وړ ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام تېرکال د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت په چوکاټ کې د ملي پيوستون د پروګرام ځاى نيولى دى چې عملي کار به يې په ډير لنډ ممکن وخت کې د تخار ولايت په شپږو ولسواليوکې پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته