امنیت

په هلمند کې له پوځيانو سره په جګړه کې د طالبانو د سر دروند زيان

کابل باختر دثور يوولسمه :
اته  تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو  طالبانو تېره شپه  په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وو د لښکرګاه ښار ته څېرمه او د ګرشک په ولسوالۍ کې بريدونه وشول.
د هېوادپه جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې؛  په دې جګړه کې  اته  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوى  څو مرکزونه  هم دړې وړې شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيان په هلمند ولايت کې د  وسله والو طالبانو د جنګي وسايلود يوه  ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
د هلمند يو امنيتي مقام  وايي چې؛له دغه ډيپو څخه  يوه اندازه سپک  او درانده   جنګي وسايل هم  ترلاسه شوي دي .
په  يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيانو په هلمند کې د طالبانو د يولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار  د هلمند ولايت  د لښکرګاه ښار په شاوخواسيمو او د ګرشک په ولسوالۍ کې څلور  ماينونه کشف  او شنډ کړل .
د رارسيدلو خبرونو له مخې دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و . ختم_ ج  -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته