خبرونهاقتصادټولنه

پنجشېر کې پر زرګونو اړمنو کورنیو مرستې وېشل کېږي

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه په پام کې لري چې د ژمي په رارسېدو سره پنجشېر کې پر ۳ زره ۴۴۰ اړمنو کورنیو ژمنۍ بشري مرستې ووېشي.
د پنجشېر ولايت د اقتصاد رييس محمد نبي رحيمي باختر آژانس ته وويل چې دغه ژمنۍ بشري مرستې به په دغه ولايت کې په شپږو ولسوالیو کې د يوې سروې له ترسره کولو او اړمنو کورنيو له پېژندلو وروسته ووېشل شي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې تېر کال د پنجشېر په پنځو ولسواليو کې له ١١٤٢ اړمنو کورنيو سره بشري مرستې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته