کابل باختر د ثور د مياشتې ٥ :
په هرات ولايت کې د ماين د چاودنې له امله يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دغو کسانو ته کله چې د يو سراچه موټر په سپرلۍ له څو ماينونو سره د اوبې ولسوالۍ په عزيزآباد سيمه کې روان و؛ د خپلو ماينونو د چاودنې له امله مرګ ژوبله واوښته .
يوه سيمه ييز مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې چاودنه کې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان او په (ويلي) مشهور د بسم الله په نامه يو وسله وال طالب ووژل شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ