اقتصاد

دآقينه بندر دجوړولو کار وڅيړل شو .

کابل باختر د کب څليرويشتمه :
دآقينه  بندر دجوړولو دکاري پروګرام دڅيړنې غونډه نن دصدارت  په ماڼۍ کې جوړه شوه .
دباختراژانس  دخبر له مخې ، په دې غونډه کې چې دګډو ګټو دهېوادونو په چارو کې دجمهور رييس دفوق العاده  استازي او دجمهوري رياست  دلومړي معاونيت دستر سلاکار محمد شاکر کارګر په مشرۍ جوړه شوې  وه داقينه بندر دجوړولو موضوع دچارو له مسوولينو سره وڅيړل شوه .
کارګر ددغې غونډې په پيل کې  هغه مکلفيتونه چې زموږ هېواد يې ددغې مهمې حياتي پروژې  دجوړولو په لاره کې  لري بيان کړل او ويې ويل  چې دترکمنستان  جمهوريت لورى  دافغانستان له خوا دبندري تاسيساتو دطرحې دکار پاى ته رسولو  او دخبرو لپاره داستازو  اوټاکنې ته سترګې  په لاره دى .
په دې غونډه کې چې دجمهوري رياست او دماليې وزارت بانکي او مالي سلاکارانو  هم برخه لرله دجيوکم کمپنۍ  دمسوولينو توضيحات چې ددغې پروژې طرحه دهغوى دکار محصول دى تر تطبيق لاندې ونيول شول . او داصلاح  لپاره يې مشخصې نظريې  او پيشنهادونه وړاندې شول .
ټاکل شوې ده ددغه ستربندر  تاسيسات چې افغانستان ته زيات ارزښت لري او منځني  اسيا او اروپا به له افغانستان سره او له دې لارې دچين له ولسي  جمهوريت سره ونښلوي ديوسلو پنځوس اعشاريه پنځه څلويښتو  مليونو ډالرو په پانګه د اذربايجان _ افغاني ټي- ان- ټي دګډې کمپنۍ  له خوا په اقينه کې جوړ شي
په دغوتاسيساتو کې به په ګمرکي  دفترونوسربيره  دتجارتي مالونو او موادو دزيرمه کولولو لپاره ستر ګودامونه او دتيلو لپاره زيرمې جوړې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته