خبرونهورزش

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس او ورسره مل پلاوي ننګرهار ته سفر وکړ

 کابل، د مرغومې ۱۳ مه، باختر

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن او ورسره مل پلاوي د ننګرهار ولايت د ورزش ارزونې او د سوک وهنې ملي لوبډلې په اووه ويشتم پړاو غوراوي سياليو کې د ګډون په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.

ښاغلي مطمئن، چې د ياد پلاوي مشري کوله، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک ملي کمېټې مرستيال باور هوتک، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د دعوت او ارشاد رئیس داد محمد بريال عطايي او يو شمېر نور مېلمانه ورسره مله وو.

د ننګرهار ولايت په کوربتوب د سوک‌وهنې ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې د ٢٥ ولايتونو ١٨٨ ورزشکاران ګډون لري، چې اته ورځې به دوام وکړي.

ټاکل شوې د دغو سياليو په ترڅ کې به په بېلابېلو سني کټګوريو او وزنونو کې ٢٦ تنه ورزشکاران د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

س صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا