امنیت

درې کسان په جوزجان کې له يوې اندازې نشه يي توکوسره ونيول شول

کابل/ د مرغومي ١٨ مه/ باختر      
د جوزجان پوليسو نن درې کسان د نشه يي توکو د لېږدولو په اړوند له  دغه ولايت         څخه ونيول.
د جوزجان دامنيې قوماندانۍ وياند مسعود نديم دباختراژانس خبريال ته وويل ؛ پوليسو         دغه کسان د دغه ولايت مرکز شبرغان ښار له طاغن افغانيه کلي څخه ونيول.
هغه زياته کړه:  له نيول شويو کسانو څخه  اووه کيلو او پنځه سوه ګرامه نشه يي توکې ترلاسه شوي دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته