خبرونهورزش

د المپیک ملې کمېټې رئیس د پنجشېر د ورزشي وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ

کابل، د تلې۲۷مه، باختر

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس نظر محمد مطمئن او ورسره مل پلاوي د پنجشېر د ورزشي وضعیت د ارزونې او په دغه  ولایت کې د والیبال خزاني سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې د ګډون په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

له مطمئن سره په دغه سفر کې د المپیک ملي کمېټې اجرائیه رئيس داد محمدپاینده اختري، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست مشاورینو قاري  حیات الله رحماني او حکمت الله ضعیف او د یادې کمېټې یو شمېر نورو مسولینو هم ملتیا کوله.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس نظر محمد مطمئن د پنجشېر ولایت د والیبال د خزاني سیالیو د پایلوبې په مراسمو کې یاد ولایت ته د سفر او د والیبال د پایلوبې په مراسمو کې د ګډون له کبله خوښي څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې نوموړي د پنجشېر ورزشکارنو ته د هر اړخېز ملاتړ ډاډ ورکړ.

د والیبال دغه غوره لیګ د پنجشېر ولایت د مرکز او ولسواليو د ۱۲ لوبډلو ترمنځ یوه اوونۍ مخکې پیل شوی و، چې پایلوبې ته يې د پریان ولسوالۍ او پنجشېر د مرکز لوبډلو لار موندلې وه، چې د پریان ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۲-۱ په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي يې وګټله.

یاده دې وي، چې په پای کې د المپیک ملي کمېتې او سپورټ عمومي ریاست له لوري د یاد ولایت له ورزشکارانو سره د ورزشي سامان الاتو مرسته هم وشوه او  مراسم ګټونکې لوبډلې ته د کپ او غوره ورزشکارانو ته د مډالونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا