امنیت

په هلمندکې طالبانو ته د سرزيان اوښتى دى

٧- کابل /د سلواغې ١٠مه /باختر
په هلمند کې د نويو جګړو په بهير کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه لشکرګاه ښار ته څېرمه او د ناوې او نادعلي په ولسواليو کې کله چې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونوته چمتو کېدل له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د دويمې لوا د رسنيو دفتر د يوې خپرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
په وژل شويو کسانوکې ٤ پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
ويل کېږي په دغو جګړو کې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د طالبانو ٤ پتڼځي له منځه وړل شوي دي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې، د طالبانو د ډلې د هدفمندو ترورونو ٢ غړي په هلمند کې د افغان ځواکونوپه ډزو کې ووژل شول .
دغه ٢ تنه نن سهار کله چې په موټرسايکل سپاره و او غوښتل يې د لښکرګا ښار ته څېرمه پرافغان ځواکونو ډزې وکړې چې پرې بريد وشو.
ختم_ ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته