امنیت

٤٩کيلوګرامه نشه يي توکي په نيمروز کې ضبط شول

کابل باختر دوري دريمه :
دنيمروز پوليسو پرون په دغه ولايت کې  ٤٩ کيلوګرامه نشه يي توکي ضبط کړل
دنيمروز دامنيې قوماندانۍ سرپرست عبدالرحيم زي باختراژانس ته وويل  چې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دمديريت منسوبانو ددغه ولايت دوريښمو پله  په صفري  سيمه کې  ٤٩ کيلوګرامه نشه يي توکي چې اپين ، هيروئين ، کرستال او نور نشه  لرونکي توکي پکې شامل  و او غوښتل يې ايران ته وليږدوي چې ددغې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې  دپوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول .
ده زياته کړه چې پوليسو ددغې پيښې  په تور دوه تنه ونيول او له هغوى څخه يوه اندازه جنګي وسايل  او دوه مخابرې  ترلاسه شوي دي .
ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته