کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر
د هرات د پاسپورت آمریت مسوولینو په دغه ولایت کې د پاسپورټ د وېش پرمهال د جعل کارۍ او بډو اخیستلو په تور د ۳۰ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د پاسپورټ آمر مولوي محمد حسین رحیمي باختر آژانس ته وویل چې تېره اوونۍ ۳۰ تنه د جعل کارۍ او بډې اخیستلو په تور نېولي دي.
رحیمي زیاته کړه چې اوسمهال هره ورخ ۱۵۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي او په دغه پروسه کې چاته د فساد د ترسره کولو اجازه نه ورکوي.