سیاست

جمهور رييس حامدکرزي دبلغاريا دنوي سفير باور ليک ومانه

کابل  باختر د تلي  دوه ويشتمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  دبلغاريا دنوي سفير ښاغلي نيکولاي يانکوف باور ليک  ديو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې  ومانه .
  دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر  باختر اژانس ته خبر ورکړ ،  دباور ليک دوړاندي کولو  له مراسمو وروسته  چې نن غرمه  په ارګ کې پرځاى شول  دهيواد جمهور رييس او دافغانستان لپاره  دبلغاريا  نوي سفير  په بيلابيلو برخو کې  ددواړو هيوادونو ترمنځ  داړيکو دپراختيا په باب   خبرې وکړې .
  حامدکرزي له افغانستان سره دبلغاريا  دمرستو له امله  دقدرداني په ترڅ کې  دبلغاريا  نوي سفير ته  په افغانستان کې دده دماموريت  په بهير کې  دبرياليتوب هيله وکړه .
  په مقابل کې  دبلغاريا نوي سفير ښاغلي نيکولاي يانکوف  وويل : چې په افغانستان کې د خپل ماموريت  په بهير کې به  ددواړو هيوادونو ترمنځ  داړيکو دلازيات ټينګښت  او پراختيا په لاره کې  هڅه او هاند وکړي .
  په افغانستان کې دبلغاريا دنوي سفير  دباور ليک  دوړاندې کولو په مراسمو کې  دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول او ددغه وزارت  دتشريفاتو رييس  حميد صديق  هم حاضر و .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته