کابل باختر دثور نولسمه :
دکابل ولايت دځوانانو او تنکيو ځوانانو د رولنګ دسياليو لومړى دوره ددغه ورزش دغوره څيرودټاکنې په مقصد دالمپيک دملي کميټې په همکارۍ ترسره شو .
درولينګ فدراسيون رييسې روبينا جلالي باختراژانس ته وويل چې دغه سيالۍ پرون دګړنديتوب ، استقامت او نمايشي حرکاتو په دريو برخو کې دسلو تنو ورزشکارانو په ګډون ترسره شو .
ددې دڅرګندونوله مخې ، دغه سيالي چې ديوې ورځې لپاره دکابل درولينګ دغوره څيرو دټاکنې په مقصد ترسره شوى دى .
روبيناجلالي زياته کړه: درولينګ فدراسيون په پام کې لري چې دغه سيالۍ په نږدې راتلونکي کې دهېواد په نورو ولايتونوکې هم ترسره کړي .
درولينګ فدراسيون دتيرکال دسلواغې دمياشتې په شلمه نيټه په رسمي ډول دهېواد دورزشي فدراسيونونو سره يو ځاى شول .
درولينګ فدراسيون رييسې وويل چې تراوسه پورې په هېواد کې ددغې ورزشي څانګې لپاره معياري ډګر نه دى جوړ شوى، خو فدراسيون هلې ځلې کوي ددغه موضوع دڅيړنې لپاره د مسوولو مقاماتو پاملرنه جلب کړي .
اوس په دغه فدراسيون کې سل تنه هلکان او پنځه ويشت تنه نجونې غړيتوب لري .
رولينګ په زړه پورې او تفريحي ورزش دى، په دې ورزشي څانګه کې ورزشکاران د تاير لرونکو بوټونو څخه په استفادې سره په واټونوکې په ګړنديتوب سره ځي او ډول ډول حرکات اجرا کوي .
0 1 دقیقه لوستل