خبرونهنړۍ

د امازون شرکت بنسټګر په خپل ژوند د خپلې ۱۲۴ میلیارده ډالرو شتمنۍ ډېره برخه د خیر ښېګنې پر کارونو لګوي

 نړیوالې رسنۍ، د لړم ۲۵ مه، باختر

امریکایي جېف بېزوس چې په ۱۹۹۴ کال کې يې د انټرنېټ د پرچون پلورنې شرکت امازون بنسټ اېښی، د دغه شرکت له نړېوالېدو سره دی هم د ځمکې پر مخ له ټولو شتمنو کسانو شو.

جېف بېزوس چې د نړۍ له ګوتو په شمېر ډېرو شتمنو یو دی، سي اېن اېن تلوېزیون ته ویلي هوډ یې کړی چې په خپل ژوند د خپلې ۱۲۴ مېلیارد ډالري شتمنۍ ډېره برخه د خیر ښېګڼې په چارو ولګوي.

هغه له دې مخکې هم ویلي و چې غواړي د خیرښېګڼې د پیسو یوه برخه د اقلیمي بدلون پر مبارزه او د نابرابرۍ پر مخنیوي ولګوي. پر دغه امریکایي کاروباري له دې وړاندې نیوکې شوې وې چې ګنې د خیر ښېګڼې کارونو کې څومره چې ښايي برخه نه اخلي.

پانګه وال وارن بفیټ او د مایکروسافټ شرکت بنسټګر بېل ګېټس او د بېزوس پخوانۍ مېرمنې مکنزي سکات هم خیر ښېګڼو کارونو کې د خپلو شتمنیو د لګولو ژمنې کړې دي.

بېزوس د سې. اېن. اېن. شبکې د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا خپله ډېره شتمني به خیریه کارونو ته ځانګړې کړي – وویل “هو، دا کار کوم.”

هغه ونه ویل چې دا پیسې به کوم ځای کې لګوي، خو ویې ویل “ډېره برخه به یې په یوه ډاډمن ځای کې ولګوي”.

دی وايي، د ژوند شریکه لورین سانچیز به په ګډه له ده سره خیریه کارونو کې ونډه واخلي.

وړاندې هم دغه میلیاردر ۱۰ میلیارده ډالره د ځمکې لپاره د بیزوس د صندوق بنسټ ته ورکړي وو. دا بنسټ په ۲۰۲۰ کال د اقلیم‍ی بدلون مخنیوي کې د همکارۍ لپاره جوړ شوی و.

دا پلان یې وروسته تر هغه اعلان کړ چې دده په ګډون پر ګڼو شتمنو کسانو نیوکې وشوې چې د ځمکې د ستونزو د هواري پر ځای پر فضايي سفرونو زښتې ډېرې پیسې لګوي.

د یادونې وړ ده چې واشنګټن پوسټ مشهوره امریکايۍ ورځپاڼه او د بلو اوریجن په نامه د فضايي ګرځندوی یا سیاحت شرکتونه هم د هغه دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا