خبرونهاقتصادTOP

د امام ابوحنیفه (رح) په نندارتون کې د څه د پاسه ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت کورني تولیدات پلورل شوي دي

 کابل، د لیندۍ  ۱۷مه، باختر

په کابل کې د «امام ابوحنیفه (رح) ملي او بین المللي نندارتون» چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرانیستی و؛ نن پای ته ورسېد.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر مسئولینو، ملي پانګه والو او سوداګرو او متشبثو ښځو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، په خپلو خبرو کې د مالیې وزارت له مسئولینو څخه وغوښتل چې د سوداګرو او پانګه والو مالیاتي جرایم معاف او له هغوی سره خپله همکاري ډېره کړي.

هغه ډاډ ورکړ چې خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان اسلامي امارت سره پوره همکاري او ملاتړ کوي.

دغه راز د یاد نندارتون د عامل پلاوي رئیس شفیق الله عطايي د نندارتون د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې له «امام ابوحنیفه (رح) ملي او بین المللي نندارتون» څخه شاوخوا ۱۲۰ زره کسان لیدنه کړې ده.

د عطايي د معلوماتو له مخې؛ په دغه نندارتون کې ۱۵ سوداګر له ترکیې او ۲۰ سوداګر هم له پاکستان څخه ګډون کړی و او څه د پاسه ۳۵ میلیونو افغانیو په ارزښت تولیدات پکې پلورل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د یاد نندارتو د جوړولو په پایله کې، د شاوخوا دوه میلیونو۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت له یو شمېر بهرنیو پانګه والو سره قراردادونه لاسلیک شوي او یو شمېر کورنیو شرکتونو هم ژمنه کړې، چې تر ۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت به قراردادونه لاسلیک کړي.

د غونډې په بهیر کې، نورو ویناوالو هم د «امام ابوحنیفه (رح) ملي او بین المللي نندارتون» د هېواد په کچه لومړنی او تر ټولو ستر نندارتون یاد کړ او له کورنیو محصولاتو او تولیداتو څخه پر استفادې یې ټینګار وکړ.

هغوی څرګنده کړه چې اوس په افغانستان کې امنیت تامین شوی او فساد له منځه تللی دی او پر کورنیو او بهرنیو پانګه والو یې غږ وکړ چې را دې شي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

د غونډې په پای کې، مسئولینو د نندارتون د ګډون کوونکو شرکتونو او د یو شمېر دولتي ادارو استازو ته ستاینلیکونه ووېشل.

د يادونې وړ ده، چې د «امام ابوحنیفه (رح) ملي او بین المللي نندارتون» د روان کال د لېندۍ په ۱۰مه پیل شو او نن پای ته ورسېد.

په دغه نندارتون کې چې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شوی و، شاوخوا ۷۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونه ګډون کړی و او په کې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، خوراکي او غیر خوراکي توکي، فلزات، د ښځو لاسي صنایع، غالۍ او د هېواد نور داخلي تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا