سیاست

د جمهور رئيس له مرستيال سره دسرپل دولايتي شورا داستازو کتنه

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٧ :
دسرپل دولايتې شورا يو شمير غړو نن له غرمې مخکې د جمهوررئيس له مرستيال  قانونپوه سرور دانش سره وکتل او په دغه ولايت کې  دامنيتي حالاتو دلازيات خرابوالي له امله يې انديښنه څرګنده کړه .
د  جمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ولسي جرګه کې دسرپل  دخلکو يوشميراستازو هم برخه لرله ، دسرپل دولايتې شورا غړو  ددغه ولايت په بيلابيلو ولسواليو کې دناامنيو او ددولت دوسله والو مخالفانو دفعاليت دپراختيا له امله انديښنه څرګنده کړه او  ويې ويل ؛  که چېرې دافغانستان حکومت ددغه ولايت دامنيت او ددولت له مخالفانو سره دغوڅې مبارزې په باب جدي تدبيرونه ونه نيسي ، امنيتي حالات به لاپسې  خراب شي .
دکتنې دبرخه والودڅرګندونوله مخې ؛  دکوهستاناتو ، سوزمه قلعه ، سانچارک  او دصياد ولسوالۍ  دسرپل ولايت  له هغو ولسواليو څخه دي  چې ځينې يې  ددولت دمخالفانو تر واکمنۍ لاندې دي  او ځينې نورې يې تر ګواښ لاندې دي.
دسرپل دولايتي شورا غړو  ددغه ولايت  دامنيت په تامينولو کې دحکومت او دامنيتي ادارو  په پاملرنې  دټينګار په ترڅ کې څرګنده کړه  چې  په  سرپل  کې      د ناامنيو  پراختيا دخلکو  دصبر کاسه ډکه کړې ده  او په سرپل ولايت کې  اوسني امنيتي ځواکونه دتشکيلاتي  کمښت او امکاناتو په دليل ، نه شي کولاى  ددولت دوسله والو مخالفينو په وړاندې په مستقل ډول عمليات تر  سره کړي .
دسرپل دولايتي شورا  غړو  په دغه ولايت کې  په نه  انکشاف  او دبيا جوړولو او انکشافي پروګرامونو په نه عملي کيدو هم نيوکې وکړې او ويې ويل ؛ دغه ولايت سره له دې چې  بډاى طبيعي زيرمې لري خو دخلکو په اړتيا وړ خدمتونو له لاسبري څخه  بې برخې دى.
دجمهوررئيس مرستيال څرګنده کړه چې دسرپل دخلکو  په ستونزو خبردى.
دجمهوررئيس مرستيال وويل ؛ چې دملي امنيت دشورا په لومړۍ غونډه کې  په سرپل ولايت کې   دناامنيو دپراختيا په باب ددغه ولايت دخلکو غوښتنې طرحه کوي او هڅه او هاند کوي چې په سرپل کې شته ستونزې وڅيړلې شي او حل شي .
قانونپوه دانش دې ته په اشارې سره  چې امنيتي ځواکونو همدا اوس دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ددولت له وسله والو مخالفينو سره د جګړې په لومړۍ ليکه کې دي وويل ؛  چې دامنيتي ارګانونو ترمنځ زياته همغږي  کولاى شي دافغانستان دخلکو له دښمنانو سره دمقابلې  ښه زمينه برابره  کړي.
ده  دسرپل ولايت دخلکو  دنورو غوښتنو دڅيړنې  او حل کولو په باب هم وويل  چې  دغه  موارد به داړوندو ادارو له لارې تعقيب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته