(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)روغتیا

د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي د ۵۰ بستریز روغتون ۱۰۰ بسترو ته د لوړولو غوښتنه کوي

کابل، د کب ۲ مه، باختر
د کندز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې په دغه ولسوالۍ کې شته ۵۰ بستریز روغتون نه شي کولای د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
دوی له اسلامي امارت څخه غواړي، چې دغه روغتون له ۵۰ بستریز څخه ۱۰۰ بستریز ته لوړ کړي، تر څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ورته مهال د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د ۵۰ بستریز روغتون آمر ډاکتر احمد رشاد امیني باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولسوالۍ نفوس ته په کتو اړتیا ده، چې د دغه روغتون امکانات زیات شي تر څو د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وشي.
په همدې حال کې د امام صاحب ولسوال قاري ګل نبي انس وايي چې اسلامي امارت د زیاتو روغتیايي بنسټونو د تجهیز او د خلکو د ستونزو د لرې کولو په برخه کې ژمن دی او ژر تر ژره به د دوی په همکارۍ یاد روغتون ۱۰۰ بسترو ته لوړ شي.
جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا