ټولنه

حامدکرزي : هيله لرم چې دهيواد يو ماشوم هم دکوزڼ اخته نه شي

– کابل باختردسلواغې دمياشتي ٢١ :

له ټولو ديني عالمانو، دجوماتونوله خطيبانو اوقومي مشرانو څخه غواړم چې دهيواد له بچېانوسره دمرستي په خاطر په هروخت کې  دپوليو دواکسين دتطبيق دکارکوونکو دفعاليت زمينه برابره کړي.

دغه ټکې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي تيره شپه په خپلې  پنځلس ورځني راديو وينا کې څرگندکړ.

 جمهوررييس وويل له ټولو عالمانو اودکليو اوبانډو له مشرانو څخه هيله لرم  که چېري وسله وال  مخالفين  دپوليو دواکسين دتطبيق مخنيوي کوي  هغوى پوه کړي  چې ماشومانوته دپوليو دواکسين نه تطبيق  دهيواد له ماشومانو سره ددښمني په مانا ده .

حامدکرزي څرگنده کړه او ويې ويل  ددي  لپاره چې نورزموږ په هيواد کې دپوليو پيښي ونه ليدل شي  لومړي دماشومانو له ميندو اوپلرونو څخه غواړم چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت  دپوليو دواکسين دتطبيق کارکوونکو ته بوځي  او دواکسين څاڅکې ورته تطبيق کړي او که چېري دکومي ستونزي له مخې  دغه کار په ټاکلي ورځ ترسره نه شو کړاى  بله ورځ دې  دخپلو استوګنو سيمو ته څيرمه کلينيک ته لاړشي  او په حتمي ډول دې په خپلو ماشومانو دپوليو دواکسين څاڅکې تطبيق کړي.

 جمهوررييس څرگنده کړه  په تيرو څوکلونو کې دپوليويا ګوزڼ  واکسين  ددوره يې اوپه خپل وخت تطبيق له  امله په هيواد کې دماشومانو دګوزڼ دخطرناکې ناروغي پيښې دومره لږي شوي وي  چې دشمير وړ نه وي .اوپه تيرکال کې افغانستان  له پوليوسره دخپلي بريالي مبارزي له امله   دنړۍ  دروغتيايي موسسو دپاملرنې وړ وگرځيد.

په تيرکال کې په ټول هيواد کې دماشومانو دګوزڼ دناروغي پنځه ويشت پيښې  ثبتي شوي وي  خوپه روان کال کې  دهيواد دماشومانو ترمنځ د ګوزڼ يا پوليو دناروغي پيښې  دتير کال په پرتله زيات شوي دي اوله بده مرغه دهيواد په اتلسو ولايتونو کې اتيا تنه ماشومان  دګوزڼ په ناروغي اخته شوي دي.

جمهوررييس  دماشومانو دګوزڼ او معلوليت  موضوع دمهم بللو په ترڅ کې هيله څرگنده کړه  چې آن دهيواد يو ماشوم هم په دغې ناروغي  اخته نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته