نړۍ

افغانستان او هند ته دامريکا دبهرنيو چارو وزارت دمعين سفر.

واشنګتن دازادي راډيو باختردلړم دمياشتې ٧ :
دمرکزي او جنوبي اسياپه چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت معين رابرت بليک  په  روانه اوونۍ کې کابل او ډيلي ته سفرکوي.
رابرت بليک  کابل ته دسفر په وخت کې له افغان مقاماتو سره به دوريښمو دنوى لارې په باب خبرې وکړي.
دوريښمو نوى لاره  افغانستان  له جنوبي اومرکزي اسياسره نښلوي.او له اقتصادي پلوه دافغانستان لپاره مهمه پروژه ګڼل کيږي .
دامريکادبهرنيو چارو وزارت دانترنټي سايت دخبرله مخې،  ددغه هيواد دبهرنيو چارو وزارت معين به  په نوى ډيلي کې  دهند حکومت له مقاماتوسره په خبرو برسيره دامريکا،  جاپان او هند په درې اړخيزه مشورتي غونډه کې به هم ګډون وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته