کابل باختر دليندي يوولسمه :
په ننګرهار ولايت کې ديولړ ځمکنيو او هوايي بريدونو له امله دداعش دډلې شل تنه غړي ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول .
په دغو داعشيانو تيره شپه دهسکې مينې ، دربابا ، روداتواو داچين په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دغو ځمکنيو اوهوايي بريدونو کې دداعش دډلې شل تنه غړي ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې، امنيتي مامورانو نن سهار د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو ٩ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ختم_ شکريه – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ