خبرونهټولنه

د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر سرپل ته سفر وکړ

کابل، د زمري٩ مه، باختر

د هېواد د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر شيخ محمدخالد الحنفي پرون د يوه کاري سفر په بهیر کې سرپل ته ولاړ.

د باختراژانس سيمه ييزخبريال د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د سرپل په مرکز ايبکو ښارکې جوړه شوې وه د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر شيخ محمدخالد الحنفي وويل، چې امربالمعروف او نهي عن المنکر د اسلام ستر پيغمبر په وخت کې په ټولنه کې معمول و او خلک د اسلامي لارښونو په رعايتولو او پيروي مکلف دي او انسان هغه وخت د خپل ژوندانه حقيقي مقصد او مرام ته رسېږي چې د هغو اصولو او اساساتو  پر بنسټ چې په دين کې ويل شوي پرمخ ولاړ شي.

هغه زياته کړه د تېرحکومت  په شلو کلونو او د اشغالګرو ځواکونو په شتون په سلګونو تنه ديني عالمان او د دين ساتونکي قرباني شوي دي اوس چې په افغانستان کې اسلامي حکومت رامنځته شوى دى بايد ټول لاسونه سره ورکړي  په هېواد کې ددغه حکومت د هدفونو د ترسره کولو لپار کار وکړي.

په همدې حال کې د سرپل ولايت مرستيال داملا محمدنادر وويل د شرعي حکمونو او لارښوونو رعايتول زموږ د خلکو د مکلفيتونو يوه برخه ده او موږ ټول په هغه ژمن يو، يقين لرم چې خلک به د شرعي حکمونو په رعايتولو کې د امربالمعروف ادارې سره مرسته او همکاري کوي.

\ ج

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا