امنیت

په چاویدونکو توکو بار هاموي ټانګ هدف ته له رسېدو مخکې له منځه يوړل شو

ترینکوټ باخترد سلواغې ۱۶ مه
د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د فغان هوايي ځواکونو د برید له امله په چاودیدونکو توکو بار هاموي موټر هدف ته له رسيدو مخکې له منځه يوړل شو.
د روزګان د امنیې قومندانۍ د لومړي کنډک قومندان دوهم څارن زین الله د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې،وسله والو طالبانو پلان درلود، څو د ترینکوټ ښار په سرد مرده  سیمه کې د یو هاموي موټر په واسطه پر امنیتي کمربند ځانمرګی برید وکړي.
خو د افغان هوايي ځواکونو په هوایي برید کې هدف ته له رسېدو مخکې په نښه شو او په کې ناست دوه تنه وسله وال طالبان هم ووژل شول.
د یادونې وړ ده  چې په دغه سیمه کې تېره ورځ هم د افغان هوايي ځواکونو په برید کې پنځه تنه طالبان وژل شوي وو.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته