
کابل، د وږي ۲۱مه، باختر
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي نن تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې و ویل چې (مونږ به د اسلامي نظام داسې ترجماني کوو، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم دغه نظام بدنام نشي، هڅه کوو چې د فرائضو اقامې او د محرماتو ازالې ته توجه وکړو په سنتو او مستحباتو خلکو سره شدت و نه کړو.)
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي احکامو تطبیق او ولسونو ته د امنیت ترڅنګ د ژوند اسانتیاوې برابرول د اسلامي امارت مسوولیت دی.
الحنفي همدارنګه وویل چې دوښمنان د امربالمعروف او نهی عن المنکر له کلمې سره حساسیت لري، خو په وینا يې دوی به د شرعي احکامو د لا ښه تطبیق په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د هر چا نیوکه، نظر او مشوره په ورین تندي مني او اړوندو ستونزو ته د رسېدنې په موخه به ګړندیو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست پرون کندز ولایت ته هم سفر کړی و.