سیاستخبرونهامنیت

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پلاوي د پنجشیر له پوځيانو سره وکتل

 کابل، د زمری ۱۰ مه، باختر

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پلاوي پرون د یوې غونډې په ترڅ کې د پنجشیر د پوځي قطعاتو له قوماندان سره وکتل او خبرې وکړې.

د پنجشیر د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولانا محمود الحسن شیرګل منصوري باختر آژانس ته وویل، د دغې غونډې د ترسره کولو هدف له اوسېدونکو سره د پوځي قطعاتو د مجاهدینو او د امنیې قوماندانۍ د نیکې اړیکې تامینول او دغه راز د پوځي بنسټونو ترمنځ د دوستانه فضا برابرول دی.

په دې غونډه کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پلاوي څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د حکومت مشرتابه د افغانستان ټولو قومونو او اتباعو ته درناوی لري او هیڅ ځانګړې قوم او نژاد دغه مشرتابه ته غوره والی نه لري او دغه اسلامي نظام د ټولو خلکو د ستونزو ځواب ویونکی دی.

وروسته په پنجشیر کې د مېشتو پوځي قطعاتو مسوولینو او دغه شان د امنیې قوماندانۍ مسوولینو د دغه با صلاحیته پلاوي خبرې اترې وستایلې او ویې ویل: شپې او ورځې د خلکو په چوپړ کې یو او نه غواړو چې زموږ له لوري هغو ته کوم زیان ورسيږي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا