اقتصاد

جمهوررییس محمد اشرف غني د ښځو د سوداګرۍ خونې له استازیو سره خبرې وکړې

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ښځو د سوداګرۍ خونې له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

باختر آژانس ته د  جمهوري ریاست د و یندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې افسانې رحیمي، جمیلې سادات، مریم جامي، لیلا افاق او شکیبا شکیب په مرکز او ننګرهار، هرات، قندهار او بلخ کې د ښځو د سوداګرۍ خونو په استازیتوب د ښځو د سوداګرۍ او تشبثاتو، د کورني اقتصاد پیاوړتیا، د داخلي تولیداتو د ملاتړ، بازار موندنې، د ښځو د سوداګرۍ لپاره د ځمکو برابرولو او د سوداګرو او متشبثینو د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې.

په دغه ویډیو کنفرانس کې د ښځو د سوداګرۍ خونې استازو د ښځو د خصوصي تشبثاتو د ملاتړ په برخه کې خپلې ځینې ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه له جمهوررییس سره شریک کړل.

د ښځو د سوداګرۍ خونې استازو له  کرونا ویروس څخه رامنځته شویو اندېښنو ته په پام او د کرونا شرایطو مطابق د کار د میکانیزم په رعایتولو سره د ماسک په ګډون د محافظتي کالیو او د مینځونکو موادو د برابرولو او تولید په برخه کې د خپل چمتووالي ډاډ ورکړ.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي وویل، په هیواد کې د کرونا بحران د ستونزو باوجود، خصوصي سکتور ته د محافظتي کالیو، مینځونکو او طبي موادو د تولید او برابرولو په برخه کې زمینه برابره شوې ده.

احمدي زیاته کړه، ۱۱۸ شرکتونو د ماسک او محافظتي کالیو، ۳۱ شرکتونو د طبي وسایلو او ۴۶ نورو بیا د درملو د برابرولو او تولید په برخه کې خپل چمتووالی ښودلی دی.

جمهوررییس غني د متشبثو ښځو د چمتووالي قدرداني وکړه وې ویل، د داخلي محصولاتو او تولیداتو ملاتړ د حکومت  له لومړیتوبونو څخه دی.

جمهوررییس زیاته کړه، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او ملاتړ په موخه د هیواد په لسو ولایتونو کې د لسو سړو خونو جوړولو کار بشپړ شوی او حکومت هڅه کوي چې متشبثو ښځو ته دوامدار او بنیادي فعالیتونه وکړي.

جمهوررییس همداراز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته لارښوونه وکړه چې له انګورو څخه د کشمشو او جوس په تولید کې استفاده وکړي. همدارنګه یې ټینګار وکړ چې د روغتیا د نړیوالو معیارونو مطابق د اتحادیو په تشکیل سره باید د ښځو تولیداتو ته پاملرنه وشي او متشبثې ښځې دې په دې اړه خپل وړاندیزونه له حکومت سره شریک کړي.

جمهوررییس غني څرګنده کړه، حکومت د کرونا احتمالي ناروغانو ته د سل زره بسترونو د برابرولو او تنظیم په برخه کې لازم تدابیر نیولي دي.#

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته