سیاستخبرونهټولنه

د امربالمعروف سرپرست وزیر: د ټولنې اصلاح، د فساد او نشه يي توکو مخنيوی مو اصلي موخې دي

کابل، زمري ۲۵مه، باختر

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي تېره ورځ  نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې سترې غونډې ته په وینا کې وویل چې د پیغمبر(ص) د رالېږلو هدف، د نورو له غلامۍ څخه خلاصون او د الله بندګي ته رابلل وو او تېر شل کاله زمونږ قرباني هم د ازادۍ اخیستلو او له غلامي څخه د خلاصون لپاره و.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت په تېره یوه کلنه دوره کې داسې امنیت راغلی چې ساری نلري.

د الحنفي په وینا په تېر کې امنیت صفر، فساد او بد اخلاقي اوج ته رسیدلې وه، قومیت، تعصب په داسې حال کې و چې هر چا د خپلې ګټې لپاره همدغه نعرې وهلې او خلک یې په همدغو نومونو غولول.

نوموړي وړاندې وویل زمونږ هېواد کې د فزیکي یرغل ترڅنګ، فکري یرغل هم حاکم و، زمونږ مجاهدین او ازادي غوښتونکي، خلکو ته ډول ډول معرفي کېدل، آن د نورستان غوندې قبائلي سیمه کې یې هم نفوذ کړی و، اوس یې باید په سمه توګه مخه ونیسو.

شیخ محمد خالد د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه و ویل چې د امر بالمعروف معنا د ټولنې اصلاح، د فساد او رشوت ختمونه، د نشه يي توکو مخنیوی او د بداخلاقي پايته رسول دي.

هغه د حجاب د فرمان په اړه د خویندو له لوري په تعميل خوښي وښودله او و یې ویل چې آن رسنۍ هم د تلویزون په پرده حجاب مراعات کوي، تالارونو کې هم د منکراتو مخنیوی شوی، پارکونو کې هره خور د سیاحت او تفریح لپاره تللی شي، هغه څه چې همدا شل کاله ملت د هغو غوښتنه درلوده.

سرپرست وزیر زیاته کړه چې علماء دې د امر بالمعروف په  برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، مسئولین هم د امر بالمعروف له محتسبینو سرمرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې که د امربالمعروف وزارت محتسبین تېروتنې کوي او څوک و ځوروي نو له دندو څخه به يې ګوښه کړي.

ع.ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا