خبرونهامنیتټولنه

د امربالمعروف وزارت د مجاهدینو له ليکو څخه د نامطلوبه کسانو پر اېستلو ټینګار وکړ

 کابل، زمري ۱۸مه، باختر

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو وزارت نظامي پلاوی چې مشري يې د دې وزارت د نظامي مرستیال عبدالرحمن منیر پر غاړه وه د کابل ښار له نظامي مسوولینو سره وکتل.

د یاد وزارت د ازله منکراتو رئيس مولوي رازمحمد حامد په دې کتنه کې نظامي مسوولینو ته په خبرو کې وويل چې په دولتي ادارو او نظامي لیکو کې د منکراتو مخنیوی د امربالمعروف وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

د حامد په وینا دا د چا شخصي غوښتنه نه بلکه د اسلام حکم او د مشرتابه غوښتنه ده.

نوموړي همدارنګه له نظامي مسوولینو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې کم عمره او بې ږیرې هلکان له خپلو لیکو څخه وباسي او ځانونه د نبوي ارشاداتو مطابق جوړ کړي.

مولوي رازمحمد حامد د تېرې ادارې کارکوونکو ته هم ګوت څنډنه وکړه چې که د امر بالمعروف وزارت اصولو ته ژمن پاتي نشي، نو له دندو به یې ګوښه کړي.

نوموړي زياته کړه چې د امربالمعروف وزارت له خپلې وړاندې کړې پالیسۍ څخه نه په شا کېږي او نه پکې تغیر راولي.

د حامد په وینا یواځې هغه کسان د دولت په چوکاټ کې دنده ترسره کولای شي، چې یادو اصولو ته ژمن وي.

هېره دې نه وي چې د امربالمعروف وزات نظامي پلاوي تېره ورځ د کابل له امنیه قومندانۍ، ملي دفاع وزارت او د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د دارالامان د لومړۍ لوا له باغ داود کنډک څخه لیدنه وکړه.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا