نړۍ

مصري ديپلومات په ليبيا کې وتښتول شو.

طرابلس رويټرز  باختر د سلواغې دمياشتې ٥
ناپيژندل شويو وسله والوکسانو پرون د لبنان په طرابلس ښار کې يو مصرى ديپلومات وتښاوه .
له دغې تښتونې څخه يو ساعت مخکې په مصر کې دپوځي مليشو د ډلې دمشر دنيول کيدو په باب ددغې  ډلې  رپوټ خپور شوى  و .
د رويترز دخبري سايټ دخبرله مخې :   دليبيا او مصر دبهرنيو چارو د  وزارتونو مقاماتو ويلي دي چې تښتول شوى  ديپلومات په ليبيا کې د فرهنګي اتشه په توګه دنده ترسره کوله .
دمصر دبهرنيو چارو د وزير دڅرګندونو له مخې :  ددغه ديپلومات د   آزادولو
په باره کې خبرې پيل شوي دي.
دغه ديپلومات په مصرکې پوځي مليشو ديوې ډلې دمشر شهبان هاديا   له نيول کيدو وروسته تښتول شوى دى .
ددغې ډلې يو بل مشر عادل الغريانى ويلي دي چې شهبان حاديا   له خپلې کورنۍ سره د درملنې په خاطر مصر ته دسفر په وخت کې ددغه هيواد  دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى .
دوى  وايي چې مصري ديپلومات يې د شهبان دنيول کيدو په بدل کې تښتولى دى دغې  ډلې دمصر مقاماتو ته خبردارى ورکړى دى  چې بايد په څو ساعتونو کې شهبان آزاد شي ، له دې پرته مسووليت به  په خپله د دوي په   غاړه وي .
تراوسه پورې دشهبان دخلاصون په برخه کې دمصري مقاماتو له خوا هيچ  رازخبر نه دى خپور شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته