
کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر
د امربالمعروف سر پرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د یاد ولایت د مرکز پارون په شمول د برګ مټال، کامدېش، وایګل، واما، دو آب، نورګرام او منډول ولسوالیو له قومي مخورو سره په ناسته کې د هغوی د شته ستونزو پر حل خبرې وکړې.
په دې کتنه کې سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي وویل: د ولس قدر او خدمت کول د اسلامي امارت ضمه واري ده، چې باید د دې زورېدلي ولس قدر او درناوی وکړي او هغوی ته ریښتونی خدمت کړي.
شیخ محمد خالد الحنفي په همدې تړاو زیاته کړه، زموږ او ستاسې مسؤلیت په ټولنه کې اصلاح را وستل او د منکراتو له منځه وړل دي، چې د دې لوی مسؤلیت لومړني مسؤلین دیني عالمان، قومي مخور او چارواکي دي چې باید د ولس ستونزې واوري او د منکراتو مخه ونیسي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت قومي مخورو وویل، چې د نورستان ولایت ځمکې، څړځایونه او ور شوګانې د خلکو شخصي ملکیت دی، په دې ولایت کې لا مالکه ځمکې وجود نه لري. هغوی د دغه ولایت جغرافیوي موقیعت او تاریخي پس منظر ته په کتلو سره وویل: له تېرو شویو نظامونو څخه تر اوسه کوم نظام د یاد ولایت له اوسېدونکو څخه ځمکنۍ مالیه نه ده اخیستې، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې په دې برخه کې همکاري را سره وکړئ.
د یاد وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي هغوی ته د مشکلاتو د حل او تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
افغانمل