روغتیا

د پلخمري اوسيدونکو د روغتون د جوړولو غوښتنه وکړه

پلخمري  باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د پلخمري ښار په لسګونو تنو اوسيدونکو په يوه اعتراضيه غونډه کې د يوه سمبال روغتون د جوړيدو غوښتنه وکړه.
دغه اعتراض کوونکي د پلخمري ښار د جامع جومات په انګړ کې راغونډ شول او څرګنده يې کړه چې  ديوه سمبال سل بستريز روغتون جوړول دبغلان ولايت دخلکو يوه ستره اړتيا ده او دولت دې بايد دهغه په جوړلو جدي اقدام وکړي.
د پلخمري ښار يوه مخور شاه لالا د باختر آژانس خبريال ته وويل: د بغلان ولايت خلک د يو داسې سمبال روغتون جوړول غواړي چې وکولاى شي دبغلان دخلکو روغتيايي اړتياوې لري کړي.
د مدني ټولنې فعال  ډاکتر شهنواز وويل: دې ته اړتيا ده چې دپلخمري دقهوه خانې بڼ په ساحه کې يو سمبال  سل بستريز روغتون  جوړ شي او د ولايتي شورا له غړو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
دغه راز د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست هم  په دغه ولايت کې د يوه سمبال روغتون د جوړولو ملاتړ وکړ.
پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته