امنیت

طالبانو په بدخشان کې د ماشومانو خوراکي توکي لوټ کړل

کابل/باختر/ د زمري١٦مه
وسله والو طالبانو پرون ماښام له تورتم څخه په استفادې سره د بدخشان ولايت د يمګان ولسوالۍ پر روغتيايي مرکز يرغل وکړ او د خوارځواکۍ په ناروغۍ د اخته ماشومانو خوراکي توکي يې لوټ کړل.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د بدخشان د عامې روغتيا رييس ډاکتر نورخاوري وويل چې دغه خوراکي توکي د خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته ميندو او ماشومانو ته د يمګان روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي وو.
هغه زياته کړه: د روغتيايي مرکز يوشمېر ساتوونکي او ناروغان چې د وسله والو طالبانو له دغه کار سره يې مخالفت وکړ، طالبانو يې ووهل او ويې ډبول.
د يمګان د امنيې قوماندانۍ پوليسو وويل چې په دې باب يې څېړنې پيل کړې دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته