امنیت

په فارياب کې له شپږو تنو افرادو سره يې دطالبانو ديو مشهور قوماندان وژل کيدل

کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې ديومشهور قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان  په فارياب ولايت کې په نويو نښتو کې  ووژل شول او لس تنه نور يې  ټپيان  شول .
  دغه  جګړې پرون غرمه  دشيرين تګاب ولسوالۍ  دفيض اباد ددښتې په کلي کې  هغه وخت ونښتې  چې پوځيانو په يوې ډلې  وسله والو طالبانو بريد وکړ .
  د فارياب ولايت  يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او  لس تنه نور يې ټپيان شول .
   ده وويل  چې د طالبانو يو مشهور قوماندان قاري جمال هم ددغې پيښې  په وژل شويو کسانو کې  شامل دى .
  پوځيانوپه ښکاره  هغه وخت په يوې ډلې  وسله والو طالبانو بريد وکړ چې  دغو يرغلګرو غوښتل  دميمنې  _ شبرغان دلارې په تړلو سره  سپرلۍ وځوروي  او  وي وژني .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته  زيان نه دى اوښتى .
  قاري جمال  په فارياب کې دوسله والو طالبانو يو ډير ظالم قوماندان و ، 
  دى  په فارياب کې  دماينونو اوبمونو دښخولو په ګډون  په ملکي وګړو دخونړيو تروريستي بريدونو  مسوول بلل شوى دى.
پوليس وايي چې په دې وروستيو وختو کې  دبلخ پوهنتون  دوه تنه محصلان  په فارياب کې  دقاري جمال په لارښوونه  ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته