امنیت

دننګرهار والي امنيتي پوستې وکتلې .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
دننګرهار والي پرون  په دغه ولايت کې امنيتي پوستې وکتلې .
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى  باختراژانس ته وويل  چې دننګرهار والي ګلاب منگل له يوشمير امنيتي مسوولينو سره   دجګړې په لومړى ليکه کې امنيتي پوستې وکتلې .
  ده زياته کړه: دننګرهار والي په دې کتنه کې  دامنيتي پوستو د کتنې په ترڅ کې  دجګړې په لومړى ليکه کې  افسرانو او سرتيرو ته دنيکمرغه کوچني اختر له امله مبارکي وويله .
دغه راز دننګرهار والي  دشهيدانو له يوشمير کورنيو سره وکتل  او دهېواد  دشهيدانو روح  ته  ددعا په ترڅ کې  له هغوى سره  خواخوږي څرګنده کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته