امنیت

دیارلس طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل/ دسلواغې۶مه/ باختر
ديارلس وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان کې د پوځیانو په هوایي بریدونوکې ووژل شول.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې پر دغو وسله والو طالبانو د جوزجان د خانقا ولسوالۍ په شامیرزا کلي او د منګجیک ولسوالۍ په مرکز کې هوایي بریدونه وشول او ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې په بریدونو کې د طالبانو د مشهور قوماندان په عبیده مشهور مولوي احمدشاه په ګډون څلور طالبان ټپیان شول او د جوزجان په خانقا ولسوالۍ کې د طالبانو د باج اخیستنې سیمه ویجاړه شوه.
پاى/سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته