روغتیا

دعامې روغتيا وزارت دجلال اباد ښار په پروني پيښه کې ددوو تنو روغتيايي کارکوونکو دوژل کيدو له امله خواشيني څرگنده کړه

کابل  باختردلندي دمياشتې  ١٣ :
دعامې روغتيا وزارت دجلال اباد ښار په پروني پيښه کې ددوو تنو روغتيايي کارکوونکو دوژل کيدو له امله خواشيني څرگنده کړه.
په  ژورې خواشيني سره دبي بي فاطمه الزهرا دروغتون دداخلي سرويس سرپرستار  ډاکتر سراج  احمد او دسروبي دروغتون  ډاکتر رفيق الله  دجلال اباد ښار دهوايي ډگر په پيښه کې شهيدان شول.
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل  ددغو دوو تنو کورنيو  ته دډاډګيرنې دمراتبو  دڅرگندولو په ترڅ کې وويل: دعامې روغتيا وزارت  هر هغه عمل چې دروغتيايي کارکوونکو دشهادت سبب شي  په کلکه غندي او په همدې حال کې  له ټولو ښکيلو ډلو څخه په جدي توګه  غواړي چې   دروغتيايي  کارکوونکو دځان دخونديتوب په برخه کې  چې  دتوپير اودنژادي مسلو په پام کې نيولو پرته  دافغانستان ټولو خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي په کلکه پاملرنه وکړي او پرې نږدي چې روغتيايي پرسونل ددغه شان ناوړو او زړه بوږنونکو پيښوقرباني شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته