ټولنه

په هرات کې دوروستي تروريستي بريد قرباني عبدالجبار بچيان له دولت څخه ډوډۍ غواړي .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
په هرات ښار کې وروستي راکټي بريد يوه کورنۍ  دغم په ټغر کښينوله چې دټولنې ډير زيانمن قشر دى .
  دپوهنتون دلومړي کال محصل  عبدالجبار  چې نوى دکانکور دازموينې له لارې دخپلې  خوښې په څانګه کې جذب شوى و او هيله يې لرله چې زده کړه وکړي او ځان او خپلو بچيانو ته ځلانده راتونکى جوړ کړي له بده مرغه په دې پيښه کې  شهيد شو .
عبدالجبار  هغه ځوان و چې دورځني سخت او شاقه کار تر څنګ دعلم له زده کړې او تحصيل څخه هم  فارغ نه و ،  دورځې او شپې له خوا يې  له حلالې لارې  خپلو بچيانو ته  روزي پيدا کوله او دورځې  له خوا يې داستاد لوست ته ناست و او ددې هېواد په ځلاندو راتلوونکو  يې هيله لرله .
  دغه ځوان شهيد شو او درې بچيان يې پريښودل چې بې کسه او يواځې شول له ځوريدلې او کړيدلې مور سره .
دهرات والي محمد اصف  رحيمي پرون يو هيئت  ددغه شهيد کورته واستاوه او دهغه پاتې کسانو ته يې يوه اندازه نغدي مرسته ورسوله .
دهرات ولايت مالي او اداري  رييس محمد نعيم بهير ددغه ولايت دمقام دمشرتابه هيئت د ډاډګيرنې او همدردۍ  مراتب ددغه  شهيد کورنۍ ته ورسول او ډاډ يې ورکړ چې دامکان تر پولې پورې دده دماشومانو سرپرستي کيږي .
ددغه شهيد ماشومان او پاتې کسانو له خلکو او دولتي مسوولينو څخه غواړي  چې ددوى ملاتړ وکړي .
دوى وايي چې نور ډوډۍ راړونکې  نه لري  او له دولت څخه غواړي  چې مرسته ورسره وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته