امنیت

په کونړ ولايت کې دتروريستي بيريدونو يو سازمان ورکوونکي ونيول شو .

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
په کونړ ولايت کې دتروريستي بريدونو يوسازمان ورکوونکي  دملي امنيت دځواکونو له خوا په اسعدا اباد ښار کې ونيول شو .
دکونړ ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل:
په اسعد اباد ښار کې ددغو تروريستي بريدونو سازمان ورکوونکي نوم حافظ الرحمان دى او دغه سړى دتحقيقاتو په بهير کې اعتراف  کړى چې دپاکستان په پنجاب ايالت کې يې دتروريستانو له خوا دتروريستي بريدونو لارې چارې زده کړې دي .
  ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې دغه يرغلګر  دځانمرګي بريد نيت درلود چې دکونړ ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې ځانمرګي بريد ترسره کړي خو هدف ته له رسيدو مخکې  دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شو او افغان ځواکونو  دده په چاوديدونکو توکو بار موټر شنډکړ . دى اوس تر پوښتنې لاندې دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته