ټولنه

د سرورکاينات او د بشريت دناجي، داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د نيکمرغه ميلاد په مناسبت د مشرانو جرګې پيغام؛

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٨نيټه :
د سرورکاينات او د بشريت دناجي، داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د نيکمرغه ميلاد په مناسبت د مشرانو جرګې پيغام؛
بسم الله الرحمن الرحيم
د مشرانوجرګې رئيس، اداري پلاوۍ، غړي او دارلانشا د سرورکاينات د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى  ( ص ) د نيکمرغه ميلاد له امله د افغانستان مسلمان ملت او د نړۍ ټولومسلمانانوته  د زړه له کومې مبارکي وايي او د دغې مباركي ورځې په بركت د اسلامي لارښوونو او محمدي شريعت په رڼا كې ټولې اسلامي نړۍ ته د نيك عمل او یووالي غوښتنه كوي او دغه ورځ د اسلام د ستر پيغمبر د ميلاد او رحلت د ورځې په توګه، د نبي کريم ( ص) په ارزښتناک ژوندانه کې د پاملرنې وړ بولي.
مشرانو جرګه له ټولومسلمانووروڼو، ټولنيزو او حکومتي بنسټونو څخه هیله کوي چې د حضرت سرورکاينات معظم ميلاد د الهي کلام په ختمونو ، د بشريت د ناجي د عالي سجاياوو په بیانولو، صدقاتو، خيراتونو او عبادتونو سره د اسلام د والا شان پيغمبر له عاداتو او سنتونو سره سم ونمانځي.
مشرانوجرګه د دې مبارکې ورځې په درناوي د هيواد په دننه او په ځينو نورو اسلامي هيوادونوکې له هغو ډلو څخه چې په جګړه او تاوتريخوالى کی ښکیل دي؛ غواړي چې په اسلامي ورورولۍ او ديني ارشاداتو سره سم په خپله خاوره کې له جګړې او وژنې څخه لاس واخلي.
مشرانو جرګه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص)          د نيکمرغه ميلاد په را رسيدو سره يوځل بيا د افغانستان د ستر ملت په وړاندې ژمنه کوي؛چې د دې هيواد دينداروخلکوته دغوره خدمتونو په کولوسره به، ګټور او اغيزمن قوانين تصويب او په هيواد کې د نظم او قانونيت د لاښه تامينولوپه لاره کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي . 
ومن الله توفيق؛
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته