خبرونهنړۍ

د امريکا سنا جرګې د دغه هېواد نوې بودجه تصويب کړه

کابل، د مرغومې ٦مه، باختر

د امريکا سنا جرګې د دغه هېواد د راتلونکي کال  د ۷.۱ تريليون ډالره بودجه تصويب کړه.

په نوې بودجه کې په سلګونو ميليارده ډالره پوځي برخو ته ځانګړې شوې، چې په کې یوازې اوکراين ته ٤٥ ميليارده ډالره ځانګړې شوې ده.

د امريکا د سنا مجلس دغه لايحه چې ۴۱۵۵ مخونه لري د دواړو ګوندونو په ملاتړ د ۶۸ موافقو رايو او د ٢٩ مخالفو رايو سره تصويب کړه.

دغه لايحه چې د ٢٠٢٣ کال د سپتمبر تر ٣٠مې پورې د امريکا د دولت بودجه تامينوي بايد د نوي کال له رخصتيو مخکې د استازو د مجلس له خوا تصويب شي.

په دې لايحه کې  څه نا څه ۸۵۸ ميليارده ډالره پوځي لګښتونه، ۵.۷۲۲ ميليارده ډالره د بېلابېلو کورنيو پروګرامونو لپاره او ٤٥ ميليارده ډالراوکراين ته د نورو پوځي او اقتصادي مرستو لپاره په پام کې نيول شوې ده.

د کډوالو د حقوقو يو شمېر مدافعې ډلې باور لري، چې په دې لايحه کې لسګونو زره افغان کډوالو سره د مرستې په اړه، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا برياليتوب وروسته په زياتو ژمنو سره امريکا ته ولېږدول شول، څه نه دي ويل شوي.

زياتره دغه افغانان د مشروط بشردوستانه استوګنې د پروګرام له لارې امريکا ته انتقال شول د افغان پناه غوښتونکو د دايمي استوګنې په لايحه کې چې دواړه ګوندونه يې ملاتړ کوي د حل لاره وړاندې شوې وه، چې د هغه له مخې افغان پناه غوښتونکو کولاى شول  د څېړنې د اضافي پړاوونو په تېرولو او د ځانګړو الزاماتو په رعايتولو سره ثابت حالت پيدا کړو، خو له دې لايحې څخه د ټولو سياسي اړخونو له ملاتړ سره سره يو شمېر جمهوريت غوښتونکي سياستوال د ملي امنيت دليلونه وړاندې کړل او د څېړنې د بهير د بشپړولو په اړه يې يو لړ ترديدونه طرحه کړل.

د افغان پناه غوښتونکو د دايمي استوګنې لايحه په پاى کې د سنا مجلس د لګښتونو له لايحې څخه حذف شوه.

\ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا