ټولنه

په ننګرهار کې کورونه او کروندې د سېلاو له خطر څخه خوندي کېږي

۲۸- کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
په ننګرهار کې د یو استنادي دېوال په جوړېدو سره ټاکل شوې ده سلګونه جریبه کروندې او لسګونه کورونه د سېلاو له خطر څخه خوندي شي.
دغه دېوال د څه دپاسه زرو مترو په اوږدوالي په بټي کوټ ولسوالۍ کې جوړېږي.
د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پرمختیا یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه دېوال په درېیو میاشتو کې جوړېږي او ټاکل شوې ده په جوړېدو سره يې سلګونه جریبه کروندې او لسګونه کورونه د سېلاو له خطر څخه خوندي شي.
دا په داسې حال کې ده چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې کلونه کلونه کېږي چې سېلاوونه د خلکو کورونه او کروندې ویجاړوي او خلک زیانمنوي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته