سیاست

په پروان ولايت کې د سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي تلفاتو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ د وږي ۵ مه/ باختر
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د پروان ولايت مرکز چاريکار ښار کې د سېلابونو له امله پرځاني تلفاتو او مالي زيانونوسخت خواشينی شو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او نورو اړوندو ادارو ته يې لارښوونه وکړه چې زيانمنو ته عاجله رسيدګي وکړي.
د لومړنيو راپورونو پر اساس، د پروان مرکز چاريکار ښار کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۰ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان دي. همداراز ۳۰۰ کورونه هم د سېلابونو له امله ويجاړ شوي دي. 
همدارنګه د کابل – جلال اباد او کابل – ګردېز د لویو لارو په ګډون د هیواد په ځینو نورو سیمو کې هم د سېلابونو راوتلو له امله  زیانونه اوښتي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس د قربانيانو له کورنيو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د لوی خداى( ج) له دربار څخه هغوی ته د جميل صبر هيله کوي.# پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته