ټولنه

جمهوررئیس کرزي په کابل کې د وروستي تروریستي برید د شهیدانو له وارثانو سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٣٠ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، د کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان په سیمه کې پر یو رستورانت د وروستي تروریستي برید د شهیدانو له وارثانو سره وکتل.
د جمهور رييس د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن غرمه  په ارګ کې ترسره شوه، جمهوررئیس یو ځل بیا د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب څرګند کړل او هغوی ته یې د لوی خدای (ج) له دربارڅخه د جمیل صبرهیله وکړه.
د هېواد جمهوررئیس د وزیر محمد اکبرخان مېنې په یوه رستورانت باندې تروریستي برید یوځل بیا محکوم کړ او هغه یې یوه غم لړلې پیښه وبلله، ويې ویل چې د دغه عمل ترسره کوونکي، نه یوازې د اسلام ،بلکې د بشریت او د افغانستان د سولې دښمنان هم دي.
جمهوررئیس کرزي د دغه برید د شهیدانو دکورنیو غړو ته وویل چې ستاسو د عزیزانو د له منځه تللو غم خو په هیڅ وجه نه شو راکمولای خو هغه څه چې د ځان مسوولیت بولو هغه به ترسره کړو او ستاسو د ورځني ژوندانه د پرمخ بیولو، د بچیانو د تعلیم، سرپناه او د امرار معاش د برابرولو په برخه کې به درسره مرسته وکړو. 
جمهوررئیس اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د دغه تروریستي برید د هغو شهیدانو کورنیو ته د سرپناه لپاره اپارتمانونه ورکړي چې سرپناه نه لري.
د دغې کتنې په پای کې د شهیدانو له کورنیو سره یوه اندازه نغدي مرسته هم وشوه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته