(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)نړۍ

د امریکا او قطر بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په تړاو ټلیفوني خبرې وکړې

۵– کابل، د غوايي ۲۴مه، باختر

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له خپل امريکايي سیال انتوني بلینکن سره د افغانستان په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرو سره ويلي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې د قطر او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سیاسي وضعیت په تړاو خبرې شوې دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې بلینکن له خپل قطري سیال سره په خبرو کې له افغانستان سره د قطر د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا