فرهنګ

درسانه يي کار په خاطر دآسانتياو په برابرولو ټينګار

کابل   باختر دوږي دمياشتې  اولسمه نيټه  :
خبريالانو ته دآسانتياو برابرول  او داطلاع رسولو پياوړتيا او په اطلاعاتو دخبريالانو دلاس رسي .، ددولتي ادارو له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
دهرات ولايت يو سيمه ييز مسوول وايي ټولې اداري  او امنيتي ادارې مکلفې دي  چې اطلاعاتو ته دلاس رسيي په خاطر خبريالانو ته لازمې آسانتياوې برابرې کړې او دهغو امنيت تامين کړي.
دخبريالانو دامنيت او خونديتوب  کميټې  نن دولايت په مالي او اداري رياست کې غونډه وکړه اوپه هغه کې  په ټولو سيمو  او ادارو کې ټولو خبريالانو ته دلازمو آسانتياو په برابرولو ټينګاروشو.
ددغې غونډې په يوه برخه کې  چې دبشر دحقوقو  او ديو ناما مسوولين هم رابلل شوي وو دخبريالانو دفعاليتونو  دحالت دښه والي په لاره کې دنړيوالو موسسو دهمکاريو دجلبولو  په باب هم خبرې وشوې.
دا په هرات ولايت کې دخبريالانو دامنيت او خونديتوب دکميټې اتمه غونډه ده  چې په روان کال کې  جوړيږي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته