امنیت

دولتي امنيتي ځواکونه په کندز ښارکې د پرمختګ په حال کې دي

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٧  :
دولتي امنيتي ځواکونو  د کندز ښارځينې سيمې  بيرته نيولي  دي  او ددغه ښار د نورو  سيمو دنيولو لپاره د دوى پرمختګ دوام لري .
دغو ځواکونو د کندز  ولايت  دامنيې قوماندانۍ  د نويو تاسيساتو په ګډون د کندز ښار ځينې ساحې بيرته نيولي دي .
د کندز ولايت امنيه قوماندان  سيد سرور حسيني دباختر  آژانس خبريال ته وويل  نن سهار وختي پوليسو په کندز ښارکې پراخ عمليات پيل کړل چې  تر اوسه پورې  د امنيې قوماندانۍ نوي تاسيسات او د  کندز جيل  د طالبانو له کنترول څخه وتلي دي.
حسيني زياته کړه  د زيردورې په  ساحه کې  هم امنيتي ځواکونه ځاى پرځاى شوي دي او هوسا او کومکي ځواکونه د کندز ولايت ته رسيدلي دي  او  دامنيتي ځواکونو په وړاندې د دښمن مقاومت  کمزورى شوى دى  او دولتي پوځيان د پرمختګ په حال کې دي او په لسګونو تنه پوځيان د بلخ له ولايت څخه  د هوايي  ځواکونو په ملاتړ کندز ته  رسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته