
کابل، د زمري ۱۳ مه، باختر
د روان ۱۴۴۴ هـجري قمري کال د محرم د میاشتې پر دوهمه نېټه په کابل کې پر یوه مسکوني کور هوايي برید ترسره شوی، چې په تعقیب یې دوې ورځې وروسته د امریکا جمهور رئیس جوبایډن ادعا وکړه چې په دغه برید کې یې د القاعده مشر ډاکټر ایمن الظواهري په نښه کړی دی، د افغانستان اسلامي امارت د ایمن الظواهري د راتګ او دلته د اوسیدو په اړه هیڅ معلومات نه لري.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د پيښې د مختلفو اړخونو په هکله هر اړخیزه او جدي څېړنه وکړي.
د افغانستان له خاورې څخه د امریکا په شمول هیچا ته خطر نه دی متوجه شوی، اسلامي امارت د دوحې هوکړې عملي کول غواړي او له هوکړې سرغړونې باید پای ته ورسیږي.
دا چي امریکا زموږ پر حریم تېری وکړ او د افغانستان قلمرو يې نقض کړ، دا يې له ټولو بین المللي اصولو سرغړونه او ظلم وکړ چې موږ يې یوځل بیا په کلکو ټکو غندو.
د دا ډول پيښو د تکرار په صورت کې چې د افغانستان پر خاوره تجاوز وشي، د هر ډول عواقبو مسئولیت به د امریکا پر غاړه وي.